د۱ ۱۴۰ کال، حمل ۳۱مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Mon, Apr 25 2022 10:42 AM
a

د۱ ۱۴۰ کال، حمل ۳۱مه، پکتیا پوهنتون

نن چهار شنبه د پکـتیا پوهنتون په ریاست مقام کې د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

دغه ناسته د پکـتیا پوهــــــــــنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبرۍ لاندې چې علمـي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي، محــصلانو چارو مرستیـال پوهنمل نقیب الله ځاځي، مالــي او اداري چـارو مرستیال سیف الله محمدي ، د تضمین کیفــیت امر ، پوهـــــــنځیو رئيسانو او استادانو پکې ګډون درلوده وشوه.

د ناستې په پیـــل کې د قرانکریم څو مبـارک ایاتونه تلاوت شول ، وروسته د پکتیا پوهنتــــون رئیس پـوهنمل عبیدالله اخندزاده د ناستـې ګډونوالو ته د ښه راغـــــلاست ترڅنګ د پسرلني سمستر پر پیل خوښي وښوده.

پوهنتون رئیس وویل استـادان باید پر خپل وخت تدریس ته حاضر شي او غیــــــر حاضري یې ورته په هیڅ صورت کې د منلو وړ نه ده.

ورپسې علمي مرســــــتیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د یو شمــــېر نورو موضوعاتو تر څنګ، د جنوب ختیځ زون کادري ازموینــــــــې لپاره پر چمتوالي خبرې وکړې او په خبره یې د خالي کادري بستونو لپاره مسلکي ازموینه یې له وزارت سره په همغږي د ثور میاشتې په پنځمه نېټه اعلان کړې.

د یـادونې وړ بـولو چې ناسته کې پر بېلا بېلو موضــــــوعاتو لکــــــه:د اســتادانو پر عـلــمي ترفیــعاتو، د علـــــــمي رتبو پر تثبیت ،انفکاک، د ځینو ډيپارټمـــنټو د چارو پر انسجام او په اجنډا کې شاملو نورو موضوعاتو بحث وشو، او د ځیــــنو مسایلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.

ناسته د پوهنتون رئیس لخوا د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

Latest news

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS