د پکتیا پوهنتون د نظم ډسپلین کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
Tue, Sep 09 2025 3:30 PM

د پکتیا پوهنتون د نظم ډسپلین کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۱۶مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۱۸)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري،د پکتیا پوهنتون د نظم ډسپلین کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

د کمېټې په جوړه شوې ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د کمېټې غړو استادانو او اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د کمېټې برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د کمېټې له غړو څخه مننه وکړه، چې تل ورسره د نظم ډسپلین کمېټې په چارو او فعالیتونو کې ورسره فعاله ونډه اخلي.

هغه همدارنګه د کمېټې له برخوالو څخه غوښتنه وکړه، چې نویو شامل شویو محصلینو ته دې د نظم ډسپلین کمېټې کړنلاره په یوه ځانګړي سمینار کې تشریح کړي او راپور دې د نظم ډسپلین عمومي کمېټې ته را ولیږي.

وروسته د ترتیب شوې اجنډا سره سم پر یو شمېر موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Mon, May 11 2026 2:37 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شو.

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شو.

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۲۳) نېټه،. . .

BACK TO NEWS