د پکتیا پوهنتون رهبري شورا ناسته ترسره شوه

pu_admin
Tue, Feb 22 2022 2:03 PM
aa

د پکتیا پوهنتون رهبري شورا ناسته ترسره شوه!

نن سه شنبه د ۱۴۰۰ کال سلواغې په ۱۹ مه د رهبري شورا ناسته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده په مشرۍ تر سره شوه.

ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي قاضي عبدالواحد همت، پکتیا پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون درلوده، د قرانکریم په څو مبارکو آیاتونو پیل شوه.

ناستې ته لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې د سمستر د پيل لپاره پر چمتوالي، انجونو او هلکانو لپاره د ټولګیو پر بېلوالي، د استادانو او اداري کارمندانو پر حاضري ، ښې همغږۍ او د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره د ورستیو لیدنو په اړه پوره توضیحات د ناستې ګډونوالو ته ورکړل.

د لوړو زده کړو وزارت لخوا استول شوې لارښوونې هم د رهبري شورا په غونډه کې ولوستل شوې. چې پکې د یو شمېر موضوعاتو تر څنګ د معیاري زده کړو لپاره په یوه ښه کاري چاپېریال ټینګار شوی وه.

وروسته د شورا غړو او استادانو ترمنځ په بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو ، ستونزو ته یې د حل لارو چارو پر برابرولو ټینګار وکړ. او همدا شان په نوښتیزه بڼه د انجونو او هلکانو ترمنځ د ټولګیو پر بېلوالي او منظم پلان په جوړولو خبرې وشوې.

ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

۱۴۰۰/۱۱/۱۹ ه ش

د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

BACK TO NEWS