د پکتیا پوهنتون علمي شورا ناسته تر سره شوه

pu_admin
Tue, Feb 22 2022 1:55 PM
w

د پکتیا پوهنتون علمي شورا ناسته تر سره شوه!

د پکتیا پوهنتون په ریاست مقام کې د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

دغه ناسته د پکتیا پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې چې د پکتیا پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي قاضي عبدالواحد همت، مرستیالانو، پوهنځیو رئيسانو او استادانو پکې ګډون درلوده تر سره شوه.

غونډه د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پيل شوه، ورسته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل ډېر امکان شته چې پوهنتونونه ژر پیل شي، چې له دې سره به د پکتیا پوهنتون دروازه هم د محصلینو پر مخ خلاصه شي، له استادانو یې وغوښتل چې پوره چمتوالی ولري او همدا شان یې د استادانو او کارمندانو پر حاضري ټینګار وکړ.

ناسته کې په بېلا بېلو موضوعاتو لکه:د استادانو پر علمي ترفیعاتو، د علمي رتبو پر تثبیت ،انفکاک، د ځینو ډيپارټمنټو د چارو پر انسجام او په اجنډا کې شاملو نورو موضوعاتو بحث وشو، او د ځینو مسایلو په اړه ورستی تصمیم هم ونیول شو.

غونډه د پوهنمل عبیدالله اخندزاده لخوا د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۰۰/۱۱/۵ ه ش

پکتیا پوهنتون نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

BACK TO NEWS