د ۱۴۰۱ کال، حمل ۹ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sun, Apr 03 2022 10:27 AM
aa

د ۱۴۰۱ کال، حمل ۹ مه، پکتیا پوهنتون

پکتیا پوهنتون کې استادانو ته د مسلکي ښوونیز پلان دوه ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.

دغه ورکشاپ چې د پکتیا پوهنتون تضمین کیفیت امریت لخوا د کمپيوټر ساینس پوهنځي استادانو لپاره په لاره اچول شوی وه، ددغه دوه ورځني ورکشاپ موخه استادانو ته د مسلکي ښوونيز پلان او ښوونيزو-زده کړه ييزو موادو چمتوالي د نويو مهارتونو ور پېژندل وو.

د ورکشاپ تنظیم کوونکي او د پکتیا پوهنتون د تضمین کیفیت امر پوهنمل ډاکټر عاطف په وينا د دا ډول ورکشاپونو لړۍ به ادامه ولري.

د یادونې وړ بولو چې د ورکشاپ ګډونوال هم په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې له برخه اخیستلو څخه خوښ برېښیدل او په وینا یې په ښوونیز پلان کې ډېر څه چې پخوا یې پکې ستونزه درلوده اوس ورته روښانه شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS