د ۱۴۰۱ کال، لېندۍ ۲۲ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, Dec 14 2022 9:53 AM
a

د ۱۴۰۱ کال، لېندۍ ۲۲ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهــنتون رهبــري، استادانو او کارمندانو د لــوړو زده کړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره ګډه ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي لوړ رتبه پلاوي په شمول د ولایتي ادارې مسؤلینو هم برخه درلــــوده، پیل یې د مــولوي محمد خان روحـــاني لخــوا د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده له وزارت څخه راغلي لوړ رتبه پلاوي ته د ښـه راغلاست او هر کلي ویلو ترڅنګ پکتیا پوهنتــون ته د وزیــر صیب راتګ یو فرصت یاد کړ.ورپسې د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د پکتیا پوهـــنتون د پوهنځیو، څانګو او اداري تشکل اړونـد مالومات د لوړو زده کړو له وزیر سره شریک کړل.همدارنګه د استادانو پر نمایندګي د طب پوهنځي رئیس پوهنمل محمد شریف فرقاني د پوهنتون اړوند ستـونزې او غوښتنې د لوړو زده کړو له محترم وزیر صیب سره شریکې کړې او له نــوموړي څخه یې په اړوندو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه.وروسته د لوړو زده کړو وزیر شـیخ ندا محمد ندیم خبرې وکړې، نوموړي له پکتیا پوهــنتون سره په ټولو برخو کې د پوره مرستې او همکاري ډاډ ورکړ او پر خبره یې تر خپله وسه به له پکتیا پوهنتون سره چې د زون پوهنتون یادیږي، همکاري کوي.ښاغلي ندیم د پوهنتون له استادانو او کارمندانو څخه په چارو کې د صداقت،  اخلاص او دیانت غوښتنه وکړه.ناسته د استاد عبدالرحمن مبشر له لوري د دعا پر ویلو سره پای ته ورسېده.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS