۱۴۴۵/۵/۲۲ پکتيا پوهنتون

pu_admin
Thu, Dec 14 2023 12:12 PM

۱۴۴۵/۵/۲۲ پکتيا پوهنتون

د پکتیا پــوهنتون ښـــــــوونې او روزنې پوهنځي اړوند لومړي ټولګي زده کړیالانو ته د ښه راغلاست، هر کلي ویلو او له پوهنتون سره د بلدتیا په پار غونډه ترسره شوه.

ناسته کې چې د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم، د دعوت او ارشاد امر مولوي محمد خان روحاني، د ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو او محصلینو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس زاهدالرحمن زاهد د ناستې ګـــــــــــډونوالو او نویو بریالي شویو محصلانو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو.

ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د محصلینو ترمنځ پر همغږي، هدف ته د رسېدلو لپاره پراخه هڅه او له وخت څخه د سالمې استفادې په اړه مالومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

همدارنګه د سلامي ثقافت څانګې امر او استاد پوهنمل عبدالرحمن مبشر په ټولنه کې د عصري علومو پر ارزښت، اهمیت او ورته د اړتیا او ضرورت په اړه بشپړه مالومات نویو بریالي شویو محصلینو ته ورکړل.

د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد امر مولوي محمد خان روحاني محصلین خپلو مسؤلیتونو او دندو ته چې لري یې متوجې کړل او هغوئ یې د ژوند په ټولو چارو کې چې ترسره کوي یې اخلاص او دیانت ته را وبلل.

غونډه د تېر سمستر غوره محصلینو ته د ستاینلیکونو پر وېشلو او دعایې ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریتـــــــــ

 

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS