د ۱۴۰۱ کال، جوزا ۱۷ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۹ - ۱۲:۱۹
د ۱۴۰۱ کال، جوزا ۱۷ مه، پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې له ځمکې څخه د غیري معیاري اوبو رایستلو د مخنیوي په موخه یو ورځنی ورکشاپ دایر شو. په دغه ورکشاپ کې چې د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي، انجینري پوهنځي رئیس ، د بېلا بېلو پوهنځیو استادانو او محصلینو برخه درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو. لومړی د انجینري پوهنځي رئیس پوهنیار حمیدالله صدیقي ګډونوالو ته د اوبو پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې. هغه اوبه د ژوند مهمه ماده یاده کړه او په خبره یې له نشت سره یې ټول ژوندي موجودات له منځه ځي. ورپسې د انجینري پوهنځي استاد پوهنیار سیدمیر اغا معنوي له ځمکې څخه د غیري معیاري اوبو رایستلو څخه د مخنیوي تر سرلیک لاندې ترتیب کړی سمینار وړاندې کړ. نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

BACK TO NEWS