د ۱۴۰۱ کال، سلواغې ۱۲مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۹:۶
a

د ۱۴۰۱ کال، سلواغې ۱۲مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د دریو خالي کادري بستونو لپاره له (۲۵) تنو څخه کادري ازموینه واخیستل شوه.
په جوړو شویو مراسمو کې د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د ازموینې ګډونوالو ته څرګنده کړه، چې د پوهنتون لپاره کادري ازموینه یو شفافه پروسه ده او هیڅ ډول تخطي او درغلي پکې شتون نلري.
نوموړي له نوماندانو هم وغوښتل چې د ازموینې په دې بشپړه ارامه فضا کې دې له خپلې وړتیا ګټه پورته کړي او هیڅکله دې د نورو چانسونو او فرصتونو په تمه نه اوسي.
وروسته د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د ازموینې پروسه د کادري ازموینې ګډونوالو ته تشریح کړه او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د خپلې وړتیا پر اساس دې د دوی پوښتونو ته ځوابونه ورکړي، تر څو د بست ګټونکي وګڼل شي.


نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS