د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۴۲
sho

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې دوهمه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له درېیمې نېټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

جوړه شوې ناسته کې چې د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او بېلا بېلو برخو آمرینو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د علمي شورا برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو تر څنګ پیلیزه وینا هم وکړه.

پوهنتون رئیس د علمي شورا پر چارو او فعالیتونو باندې چې څنګه کولای شي پر اساس یې چارې لا هم غوره او ګړندۍ شي د ګډونوالو سره مالومات شریک کړل، هغه همدارنګه د علمي شورا له برخوالو غوښتنه وکړه، هڅه او کوښښ باید دا وشي، چې په علمي شورا کې د استادانو د ترفیعاتو دوسیې په خورا ښه شکل سره وکتل شي.

ښاغلي حمدي د علمي شورا برخوال  استادان خپلو مکلفیتونو ته متوجې کولو او د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ترسره شویو پرېکړو  بشپړ تطبیق ته وهڅول او غوښتنه یې وکړه، چې د پوهنځیو له لوري یې باید  د تطبیق سلنه  د ریاست مقام سره پر خپل وخت شریکه شي.

پوهنتون رئیس د علمي شورا له ګډونوالو د کیفیت لوړاوي په برخه کې د چارو پر ښه ډول ترسره کولو غوښتنه هم وکړه، چې باید ټول پوهنځي او څانګې باید خپل کارونه په دې برخه کې لا ګړندي کړي او اړوند معاونیتونه دې هم په دې برخه کې خپلې لازمې کړنې ترسره کړي.

ورپسې د پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د محصلانو له لوري د ترسره شویو پروژو د پروپوزلونو پر جوړولو او  د محصلانو ترمنځ د رقابتي پروګرامونو پر جوړولو د علمي شورا له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.

وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر یو شمېر موضوعاتو  لکه: د عملي زده کړو په موخه اړوند ادارو ته د محصلانو پر معارفي کولو، د څېړنو په برخه کې د لنډ مهاله کورسونو پر دائرولو، د محصلانو لپاره د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو او همغږي آمریتونو له لوري د دیني او علمي برنامو پر دائرولو، د استادانو د تقرر او ترفیعاتو پر دوسیو، د یو شمېر څانګو د چارو پر ښه انسجام کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت) موضوعاتو باندې ځانګړې یوه ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۳:۵۷
Background image

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي امریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د (سي وي لیکنې، مرکې، انلاین نوم لیکنې او کاور لېټر) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ روزنیزه ناسته ترسره شوه

 

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي امریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د (سي وي لیکنې، مرکې، انلاین نوم لیکنې او کاور لېټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شو.

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شو.

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۲۳) نېټه،. . .

BACK TO NEWS