د پکتیا پوهنتون حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه د 1 خور په شمول 87 کسان فارغ شول.

د پکتیا پوهنتون حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه د 1 خور په شمول 87 کسان فارغ شول.
تيره يکشنبه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څلورمه دوره کې له دوو څانګو (قضا څارنوالي او اداره ديپلوماسي) څخه د خپلو فارغانو د فراغت جشن د خوښیو په ولولو سره ونمانځه.
په همدې مناسب غونډه چې د پکتیاپوهنتون په تالار کې جوړه شوې وه،د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو پیل شوه.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رييس پوهنيار نور انور فاروقي میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او غونډه یې په خپله عالمانه وینا پرانیسته.
ده په خپلو خبرو کې فارغانو، د پوهنتون ادارې او د فارغانو کورنیو ته مبارکي وویله او محصلانو ته یې د لا لوړو زده کړو لارښوونه وکړه.
ورپسې د پکتیا پوهنتون رييس پوهنمل دوکتور سيدولي جلالزی محصلانو، د دوی کورنیو او د سياسي علومو پوهنځي استادانو او ادارې ته د محصلانو فراغت له امله مبارکي وویله، دې برخه کې د استادانو او کورنیو هڅې وستایلې،دوی ته یې د قانون د تطبیق، د قانون له تطبیق څخه د څار، تفتیش او نورو برخو کې اصولو ته د ژمنتیا او هیوادنیو ګټو ته په وفاداري مکلف وګڼل.
د پوهنتون رییس ښاغلي جلالزي وویل چې که ځوانان د خپلو زده کړو د دوام په فکر کې شي،ماستري واخلي او تر دوکتورا پورې زده کړې لوړې کړي نو د قانون جوړونې او قانون له تطبیق څخه د څار برخه کې به مو هیواد په اینده کې ان هیڅ ستونزې لا ونه لري.
دې جشنوارې کې استادانو په نمايندګي پوهنيار رحمت الله ليوال ، د محصلانو په نمايندګي فارغ التحصيل نسيم جان ملګري او ګڼو نورو حاضرینو هم خبرې وکړې. 
د پوهنتون رهبري او اداره ټولو محصلانو ته د فراغت په ویاړ مبارکي وایي او د ژوند په چارو کې ورته د لا بریاوو هیله کوي.
اداره