عزیزي بانک پکتیا پوهنتون سره د 25 بنچونو( دراز چوکیو) مرسته وکړه.

عزیزي بانک پکتیا پوهنتون سره د

25 بنچونو( دراز چوکیو) مرسته وکړه.

په هغه ناسته کې چې پکتیا پوهنتون ریاست مقام کې جوړه شوې وه د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د عزیزي بانک د زون مسؤل ښاغلي حبیب الرحمن مومند او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د یاد بانک له تېرو او اوسنیو همکاریو یې خوښي څرګنده کړه. ښاغلي جلالزي د عزیزي بانک له مسؤلینو څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه چې د دوه اړخیز تړون پر بنسټ باید دا ډول همکارۍ لا نورې هم زیاتې شي. په غونډه کې د پوهنتون ځینې غوښتنې د عزیزي بانک له مسؤلینو سره شریکې شوې.

د عزیزي بانک د زون مسؤل ښاغلي حبیب الرحمن مومند د پوهنتون غوښتنو په اړه وویل چې یادې غوښتنې به له اړوندو چارواکو سره پر خپل وخت شریکې کړو. همدارنګه نوموړي په راتلونکې کې د نورو ورته همکاریو ‌‌ډاډ هم ورکړ.