پکتیا پوهنتون په انګړ کې له 300 څخه زیات نوي نیالګي کېنول شول.

پکتیا پوهنتون په انګړ کې له 300 څخه زیات نوي نیالګي کېنول شول.

نیالګي چې عزیزي بانک د زون منیجر حبیب الرحمن مومند، پکتیا ښاروال عصمت الله خالد او نورو دوستانو له خوا مرسته شوي وو نن یې دکېنولو کار عملا تر سره شو. پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دکتور سیدولي جلالزي د عزیزي بانک له ګردیز څانګې مسؤل او د دې زون له عمومي منیجر څخه مننه وکړه چې د دې نیالونو مرسته یې وکړه. همدارنګه ښاغلي جلالزي د پکتیا له ښاروال عصمت الله خالد او ټولو هغو دوستانو څخه مننه کوي د پکتیا پوهنتون په سرسبزي کې یې خپله ونډه اخیستې او دا علمي کانون یې خپل کور بللی. د عزیزي بانک د زون مسؤل ښاغلي حبیب الرحمن د نورو همکاریو ډاډ هم پوهنتون ته ورکړ.
له کرونا ویروس څخه د خالي افغانستان لیدو په هیله