نن پکتیا پوهنتون کې د 304 ملیونه افغانیو په لګښت د دوو لیلیو د جوړېدو چارې پیل شوې

نن پکتیا پوهنتون کې د 304 ملیونه افغانیو په لګښت د دوو لیلیو د جوړېدو چارې پیل شوې .
هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي و، د پکتیاپوهنتون استاد پوهنیار مبشر صیب د قران عظیم الشان مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل کړل،چې له ده ورورسته د پکتیاپوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي میلمنو ته ښه راغلاست و وایه او زیاته یې کړه چې دغه دوه ودانۍ د پکتیاپوهنتون محصلانو لپاره د لیلیې ودانۍ دي او هره یوه په شپږو پوړونو کې جوړېږي چې د پوهنتون محصلانو اوسېدا ستونزې به ورسره تر ډېره بریده حل شي.
د دې تعمیرونو د بنسټ ډبرې اېښودلو په وخت کې د پکتیا قدرمن والي شمیم خان کټوازي وویل چې دغه ودانۍ به له پراخې زیرزمیني سره په پنځو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړې شي چې 348 د اوسېدا خونې، د مطالعې سالونونه، خوړنځایونه، تشنابونه او نور ټول اړین محلقات به ولري، شا او خوا 3000 زده کړیالانو ته به پکې د اوسېدا اسانتیاوي برابرې شي .
ښاغلي والي صیب زیاته کړه چې د دغو لیلیو له جوړېدا سره به په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې زده کړیالانو د جذب ظرفیت تر څلور زرو تنو لوړ شي او له افغاني کلتور سره سم به نجونو د اوسېدا لپاره ځانګړي سهولتونه په پام کي ونیول شي.دغه لیلیې د جمهوري ریاست له ملي پراختیا څخه د ملاتړ د عملیاتي ادارې لخوا د یوه کال په موده کې جوړیږي.
د پوهنتون رییس د هیواد جمهور رییس محمد اشرف غني، د هیواد جمهور رییس ځانګړي سکرتر عبدالرحیم ځیرک، پکتیا والي او ګڼو دوستانو او مشرانو څخه مننه وکړه چې دې برخه کې یې مرسته وکړه او د دې تعمیراتو لپاره یې بودجه او امکانات برابر کړل.
دې مراسمو کې د پوهنتون استادانو او محصلانو تر څنګ د پکتیا ولایتي شورا رییس عبدالمالک مجاهد، د ولایتي شورا درنو وکیل صاحبانو، د ولایتي ادارې رییس صاحبانو، د مدني ټولنو استازو، ژورنالیستانو او ګڼو پکتیاوالو ګډون کړی و.

 

اداره

Image may contain: 9 people, people standing and outdoor