د لوړو زده کړو وزارت د انجنیري ټیم ، د پکتیا د کور ښار جوړولو ریاست نماینده او د پوهنتون د انجنیري کمیټې د نوې ځمکې ( زاړه او له کاره لویدلي هوایی ډګر د 313 جریبه ځمکې) د سرسبزي لپاره لمړنۍ سروې او د خوړنتون د کار پیل لپاره د ځمکې نښه کولو کارونه بشپړ کړل

د لوړو زده کړو وزارت د انجنیري ټیم ، د پکتیا د کور ښار جوړولو ریاست نماینده او د پوهنتون د انجنیري کمیټې د نوې ځمکې ( زاړه او له کاره لویدلي هوایی ډګر د 313 جریبه ځمکې) د سرسبزي لپاره لمړنۍ سروې او د خوړنتون د کار پیل لپاره د ځمکې نښه کولو کارونه بشپړ کړل.
د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي د انجنیري ټیم چې د کور او ښار جوړولو نماینده انجنیر او د پوهنتون د انجنیري کمیټې یې ملتیا کوله د پکتیا پوهنتون د نوې ځمکې سرسبزي لپاره یې لومړنۍ سروې تر سره کړه او پرېکړه وشوه چې لمړی به ګردچاپیره ونې چې تل شنې ونې به وي کښېنوو او بیا به د ماسټر پلان له بشپړېدا وروسته په داخل کې په بیلابیلو فرعي او عمومي سړکونو ونې او زینتي بوټي کښېنوو.
همدارنګه د خوړنتون د کار د په بیړه پیل کولو لپاره یې هم د ځای ټاکنه ترسره کړه چې د ژمي سختې هوا له امله یې چاري ځنډیدلې وي. له شرکت یې په کلکه وغوښتل چې خپل کارونه ګړندي کړي او معیاري یې مخکې یوسي.
د اباد په خپلو پښو ولاړ افغانستان لیدو په هیله.
اداره

Image may contain: 1 person, child, shoes and outdoor