د پکتيا څانګې عزیزي بانک عمومي مدیر او کارکونکي د پکتيا پوهنتون رهبري لخوا وستايل شول.

 

د پکتيا څانګې عزیزي بانک عمومي مدیر او کارکونکي د پکتيا پوهنتون رهبري لخوا وستايل شول.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د شنبې په ورځ د پکتیا پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوو پکې د پکتيا پوهنتون رئيس پوهنمل دوکتور سيدولي جلالزي، د پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل محمد داود منګل او د پوهنتون نورو اداري کارمندانو ګډون کړي و.

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي د عزيزي بانک عمومي مدير احمديار ستانکزی او کارکونکو څخه مننه وکړه چې تل یې د پوهنتون کارونه په خپل وخت ترسره کړي او د پکتيا پوهنتون سره یې په هره برخه کې همکاري کړې ښاغلي جلالزي په خپلو خبرو کې وویل (( د عزیزي بانک سره د شوي تړون په صورت کې د پوهنتون استادانو او مامورینو معاشات او محصلينو ته د عزیزي بانک کارتونه په خپل وخت جوړول، بدل اعاشه په خپل وخت حواله کول، د پوهنځیو لوحې جوړول او داسې نورې همکاري چې عزیزي بانک له پکتیا پوهنتون سره ترسره کړې د هېرېدلو نه دي)).

همدارنګه نوموړي په پکتیا پوهنتون کې د عزیزي بانک د (ATM) ماشين نصب کول یوه لویه او مهمه لاسته راوړنه وبلله چې په وینا یې د پوهنتون محصلینو او استادانو ته یې خورا زیات سهولت رامنځته کړی .

د عزیزی بانک مدیر د پوهنتون له رهبري څخه مننه وکړه چې له دوی سره د لاسلیک شوي تړون په همغږۍ سره روان دي او زیاته یې کړه هغه وعدې چې غزیزي بانک لخوا شوي تر اوسه یې ډېرې عملي شوې او کومې چې پاتې دي لکه د محصلینو د بانک کارتونو لپاره سيار ټیم پوهنتون ته لېږل، پوهنتون لپاره د بینچونو راوړل او د سکرینو لګول به هم ډېر ژر د پوهنتون ادارې په واک کې ورکړي.

دواړو لورو یوبل ته د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

اداره