د اثر افغانستان ادارې او د پکتیا محصلینو اجتماعي ټولنې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

 

د اثر افغانستان ادارې او د پکتیا محصلینو اجتماعي ټولنې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې د هند هیواد ( Noida international University) پوهنتون ته د محصلینو اجتماعي ټولنې او اثر افغاسنتان ادارې له خوا په همکاري افغان ځوانان په (40% )سلنه تخفیف باندې دې معرفي کېږي.
دغه ناسته چې د پکتیاپوهنتون په تالار کې ترتیب شوې وه، د هند هیواد څخه راغلی هندي پروفیسور ډاکټر منیش سنګ، د اثر افغاسنتان ادارې مشرتابه او مشر فیض الله غمخور، د پکتیاپوهنتون رییس، د رڼا انستيتوت مشر ډاکټر سميع الله احمدزی ،ډاکټر یوسف شور یو شمېر د پوهنځیو رییسانو او استادانو، د دې پروسې یو شمېر کاندیدانو او ګڼو محصلانو ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د پکتیا پوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په خپلو خبرو کې دا پروګرام ډېر ګټور او ارزښتمن وباله او هیله یې وښوده چې ځوانان دې داسې فرصتونه له لاسه نه ورکوي او له دې ارزښتمنې پروسې دې ګټه پورته کړي، څو هغه کسان چې یا په هیواد کې د زده کړو له بهیره نا خوښ دي او یا هم دلته ورته چانس نه شته ، هلته په سټنډرډ برابرې زده کړې وکړي او هڅه وکړي چې له زده کړو وروسته خپل هیواد اباد کړي.
د په دې ناستته کې ګډونوالو ته په هند کې د ذکر شوي پوهنتون او پروګرام په اړه د ډاکټر منیش له خوا پریزینټیشن وړاندې شو، چې د دېرو ګډونوالو شته پوښتنې ورسره حل شوې.
د اثر افغاسنتان ادارې مشر فیض الله غمخور هم د محصلینو اجتماعي ټولنې سره د خپل قرارداد شرایط او هغه اطمینان په اړه خبرې وکړې چې محصلینو ته اړینې وې او تر ننه پورې ورسره سوال پاتې شوی و.
غمخور صیب په ټولو هغو مسایلو او معیارونو باندې رڼا واچوله چې اړین و او باید بحث پرې شوی وی، د پکتیا محصلانو اجتاعي ټولنې مشر انجینر عبدالحمید احمدزي هم له خپله اړخه ټولو ګډونوالو ته اطمینان ورکړل شو.
د غونډې نورو ډېری ګډونوالو هم خپلې خبرې وکړې او نوموړی پروګرام یې له خپله اړخه ډېر ګټور او ارزښتمن وباله.
ناسته کې لاندې هوکړه لیک لاسلیک شو او د دواړو لوریو تر منځ پرې موافقه وشوه، موږ دواړو لوریو ته بریا غواړو او داسې چارو کې ورسره همکار یو.

اداره.