پکتیا پوهنتون ته د ریسرچ سنټر د پروپوزل، بودجې پیدا کولو او نورو برخو کې د مرستندویانو راجلبولو کې به د خپل ټول توان نه استفاده وکړم .

دا خبرې د تېرې جمعې په ورځ د اثر افغاسنتان ادارې په مرسته پکتیا ته راغلي هندي پروفیسور ډاکټر منیش سینګ د پکتیاپوهنتون رییس، پوهنځيو رییسانو او استادانو سره په هغه ناسته کې وکړې چې د پکتیاپوهنتون په ریاست کې په همدې موخه جوړه شوې وه.
هندي پروفیسور ډاکټر منیش چې د کابل او یو شمېر نورو پوهنتونونو د ریسرچ مرکزونو د طرحې او بودجې پیداکولو برخه کې یې کار کړی او پوره مجرب دی، وویل چې زه به هم د دې پوهنتون د ریسرچ مرکز پروپوزل په ترتیب او هم د بودجې لپاره خپله ټوله هڅه ځکه وکړم، چې پکتیا پوهنتون په لږ وخت کې ډېر پرمختګ کړی دی او پکتیا ته زما په راتګ سره ما دا درک کړه چې د دې پوهنتون مشر، او استادان دلته د کار کولو جذبه لري او له همدې جذبې دا ښکاري چې دا پوهنتون به په کم وخت کې د نړیوالو معتبرو پوهنتونونو سیال شي.
په ناسته کې د پکتیاپوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي د هند هیواد سفارت لپاره د خپلو طرحه شویو هغو پروژو یادونه هم وکړه چې د پوهنتون لپاره ډېرې اړینې دي، لکه د مجهزې کادري شفاخانې جوړول، ریسرچ مرکز جوړول، مجهز کتابتون جوړول او یو شمېر نورې اړینې پروژې، چې د ډاکټر منیش له خوا یې د خپل هیواد خلکو او حکومت ته د رسولو پخه ژمنه وشوه.
ښاغلي جلالزي د ډاکټر منیش نه مننه وکړه چې دومره لرې پکتیا ته یې د سفر برخه کې هیڅ ویره ونه کړه، راغی او خپل وخت یې زموږ استادانو او رهبري ته ورکړ، چې د پوهنتون بهبود لپاره یې راسره خپلې هغه تجربې چې په (Germany ، Mexico ، Argentina ، Estonia ، Brazil ) هیوادونو کې د تدریس، اداري چارو او طرحو جوړولو کې ترلاسه کړې وې او هم یې ټول هغه مسایل تر بحث لاندې ونیول چې د هیواد په داخل کې د افغان امریکايي پوهنتون، کاردان پوهنتون او سویس یومف پوهنتونونو کې د کار په جریان کې تجربې تر لاسه کړې وې.
د پوهنتون استادانو له ډاکټر منیش سره په خلاص بحث کې ډېرې خبرې وکړې چې، منیش ترې متاثر او منندوی و او هیله یې لرله چې بیا به ډېر ژر دې پوهنتون ته هڅه کوي چې له لاسته راوړنو سره راشي.
د پوهنتون رییس د ډاکټر منیش او په ځانګړې توګه د اثر افغانستان ادارې مشر فیض الله غمخور او ټیم څځه ډېره مننه وکړه چې د هیواد په پوهنتونونو کې یې پکتیاپوهنتون ته ځانګړې توجه ورکړه او تر دې ځایه یې ځانونه په تکلیف کړل.
غونډه د پوهنتون د ابادي لپاره د ډېرو معتبرو او ارزښتمنو مسایلو او تصمیمونو په نیولو سره پای ته ورسېده .
اداره

Image may contain: 4 people, people sitting, table and indoor