په ۱۳۹۷ کې پکتیا پوهنتون ته کامیاب شویو محصلانو ثبت نام خبرتیا او مبارکي پیغام!

د پکتیا پوهنتون رهبري د ۱۳۹۷ ه ش کال هغو محصلانو ته چې د کانکور امتحان له لارې پکتیا او نورو پوهنتونونو ته کامیاب شوی وي د زړه له تله مبارکې وایي او هیله لري چې د ژوند په ټولو چارو کې به ورته بریاوې حاصلې کړي.
پکتیا پوهنتون ته د ۱۳۹۷ هـ .ش کال کانکور امتحان کې را بریالي شویو محصلانو د ثبت نام په اړه باید وویل شي، چې د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د لوړو زده کړو وزارت د کانکور کمیټې سره تیلفوني اړیکه نیولې، هغوی د محصلانو چارو معاونیت ته ډاډ ورکړئ چې راتلونکې اونۍ به پکتیا پوهنتون ته د بریالیو محصلانو لېستونه ترتیب او ولیږل شي.
کله چې د کانکور د کمیټې نه لېستونه په رسمي بڼه د پکتیا پوهنتون ته ورسیږي نود ثبت نام پروسه به پیل کېږي، تر اوسه د ثبت نام پروسه شتون نه لري، نو له ګرانو محصلانو څخه هیله کیږي چې پکتیا ولایت ته له راتګ څخه مخکې بل اعلان ته له (پکتیا پوهنتون ایډې) منتظر شي . 
نېټه او ځای به درته بیا له همدې اکاونټ څخه ولیکو .
په درنښت
اداره