کور یې ودان

 

کور یې ودان 
پکتیا پوهنتون سره د ولسي مرستو لړۍ لاهم دوام لري.
له پکتيا څخه ولسي جرګې ته احتمالي نوماند ماسټر فریدالله ځاځي په پکتيا پوهنتون کې د يوې ژورې څاه کار عملاً له خپلو شخصي امکاناتو پیل کړ. 
نوموړي ورور د کوهي تر څنګ د سولر سيستم او يوې مجهزي سیمنټي د اوبو ذخیرې جوړولو ژمنه هم وکړه، چې په څو ورځو کې به یې کار پیل شي.
د پکتيا پوهنتون رييس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي له فريد الله ځاځي څخه مننه وکړه چې هر وخت یې پوهنتون سره مرسته کړې ده.
ښاغلي جلالزي په ټولو تاجرانو غږ وکړ چې پوهنتون په هره برخه کې همکاري او مرسته کولی شي موږ ورته لبیک وایو او هیله لرو چې خپله ونډه به د ولس د اولادونو لا ښې روزنې لپاره راسره واخلي.
اداره

Image may contain: 3 people, people sitting and indoor