د پکتيا پوهنتون رييس پوهنمل دوکتور سيد ولي جلالزي، پکتيا ادارې او مالي مرستیال پوهنيار نقیب الله ځاځي، د شهرسازی سرپرست رييس او د شهر سازي ریاست انجنيرانو د پکتيا پوهنتون احاطې د جوړولو څخه نظارت وکړ.

په دې لېدنه کې پکتيا پوهنتون رييس د شرکت مسولینو ته لارښونه وکړه چې کار با کفيته وکړي، انجنيري ټیم ته مې لارښونه کړې چې وخت په وخت یې نظارت وکړي او پوره با ایمانه او مسوولانه چلند وکړي.
رییس صیب د نظارت ټیم او انجینرانو ته په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې دې پروژه کې به تر ټولو ډېرخواریکښ، پاک نفسه او مسوول کسان به تقدیر شي او برعکس یې ناغیړه کسان به جزا وویني.
کارګرانو هم پوهنتون په یوه خوله خپل کور وباله او دلته یې هڅې د خپل کور نه هم مهمې وبلل، دوی دا هم وویل چې د پوهنتون ناظرینو او اداري کسانو برخورد او صمیمیت له موږ سره د ستایلو او مننې وړ دی.
موږ د پوهنتون ابادي، پرمختګ او پراختیا ته ژمن یو او تر ټوله توانه به په دې برخه کې خپله هڅه او هاند کوو.
اداره

Image may contain: one or more people, people standing and outdoor