د پکتیا پوهنتون منځ سرک به انشااالله چې ډېر ژر په اساسي ډول جوړ شي

دغه سرک چې د پوهنتون په منځ کې نږدې (۶۰۰) متره اوږد پروت دی او له پخولو سره به یې د پوهنتون محیط لا ډېر ښکلی شي، د ولایت مقام له هغې غیر مشروطې بودېجې څخه جوړېږي، چې د پوهنتون د احاطې له دېوال څخه زیاتې شوې دي.
د پوهنتون احاطې لپاره د پوهنتون رییس په وړاندیز، د ولایت مقام په حکم او د پکتیا مستوفي په مستقیمه او نه هېرېدونکې همکاري د پکتیا ولایت د غیر مشروطې بودېجې څخه شا او خوا پنځه ویشت ملیونه افغانۍ بېلې شوې وې، چې د هغې له جملې یې په (۱۹۵۶۲۲۶۰) افغانیو باندې د احاطې جوړولو قرارداد وشو او شا او خوا ( ۵۴۳۷۷۴۰ ) افغانۍ ترې زیاتې شوې، چې د همدې لپاره د پوهنتون ریاست په زیاتو هلو ځلو او د ولایت مقام په وړانديز د مالیې وزارت ته وړاندیز وشو او له نیکه مرغه چې دا وړاندیز منظور شو.
د پکتیا پوهنتون رییس چې دا مهال په یوه رسمي سفر د چین هیواد کې دی، د تلیفون په کرښه د هیواد ماليې وزیر دوکتور همایون قیومي، د هیواد د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي، پکتیا والي شمیم خان کټوازي، پکتیا مستوفي عظیم خان احمدزي او د مالیې وزارت د بودېجې رییس زاهد همدرد څخه ډېره زیاته مننه وکړه، چې په ډېر کم او باریک وخت کې یې دا پیسې له بېرته ریفنډ کولو وژغورلي او د پکتیا پوهنتون ادارې وړاندیز او ضرورت ته په کتو یې د پوهنتون منځ سرک ته چې د پوهنتون بڼه به ورسره بدله شي، دا بودجه اختصاص کړه.
همدا اوس د پوهنتون منځ سرک د (B.Q) جوړولو او نورو اداري چارو پر مخ وړلو برخه کې د پوهنتون اداري مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي او ټول اداري او تخنیکي ټیم په کار بوخت دی او انشاالله چې لنډ وخت کې به یې چارې قرارداد ته وسپارل شي او دا سرک به جوړ شي.
د پوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي د سفر له جریانه د تلیفون په کرښه خپل پیغام کې له ټول ټیم مننه وکړه او هم یې دوی ته سپارښتنه وکړه چې دا چارې په ظرف د یوه هفته کې تکمیل کړي، ځکه چې سرک کم او په ګردېز کې هوا په یخېدو ده. د پوهنتون اداره پرمختګ ته ژمنه ده او انشاالله چې دې برخه کې به خپلې هلې ځلې نه سپموي.
اداره