د چارو لا ښه پرمختګ او پکتیاپوهنتون له نړیوالو پوهنتونونو سره د سیال کولو په موخه نن د همدې پوهنتون دوه مهمو او ارزښتمنو معاونیتونو ته نوي معاونین معرفي شول.

د چارو لا ښه پرمختګ او پکتیاپوهنتون له نړیوالو پوهنتونونو سره د سیال کولو په موخه نن د همدې پوهنتون دوه مهمو او ارزښتمنو معاونیتونو ته نوي معاونین معرفي شول.
پوهنمل دوکتور عبدالله احمدي چې په هند کې یې ماسټري او سعودي عربستان کې دوکتورا تر کچې زده کړې کړې دي، د پوهنتون نوي علمي مرستیال په توګه او پوهنیار نقیب الله ځاځی چې د په هند هیواد کې د ماسټري تر کچې زده کړې لري د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال په توګه د هیواد جمهور رییس په حکم ټاکل شوي او نن د پکتیاپوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي له خوا د پوهنتون مامورینو او استادانو ته ور معرفي شول.
په دغو مراسمو کې د پوهنتون رییس وویل چې تغییر او تبدیل د ادارې اصل دی او همدې اصل ته په کتو د پوهنتون لا پرمختګ په موخه دا تغییرات په نیک پال نیسم او انشاالله چې دوی به د پوهنتون پرمختګ ارمان ته ډېر کار وکړي.
ښاغلي جلالزي له نویو مرستیالانو هیله وکړه چې فقط د پوهنتون پرمختګ او پراختیا ته کار وکړي او بس؛ ځکه دا پوهنتون د ټول هیواد ښې راتلونکې لپاره کادرونه روزي او دا کادرونه باید معیاري وروزل شي،چې دا کار ستاسو په مټ لا ښه کېدلی شي.
رییس صیب له پخوانیو مرستیالانو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې له رهبري سره به خپلې تجربې شریکوي او د پوهنتون لپاره به لا زیات کار کوي.
دواړو مرستیالانو د حکومت او رهبري له اعتماده مننه وکړه او د پوره هڅو او خلوص ډاډ یې ورکړ.
درنښت

Image may contain: 4 people, people sitting and indoor