پوهنمل عتیق الله سلطاني د پکتیاپوهنتون اداري او مالي چارو مرستیال په حیث معرفي شو.

پوهنمل عتیق الله سلطاني د پکتیاپوهنتون اداري او مالي چارو مرستیال په حیث معرفي شو.
هغه غونډه چې په دې موخه جوړه شوې پکې استادانو او مامورینو ګډون کړی و، چې د پوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي پکې له پخواني مرستیال او د هغه له ټولو چارو ستاینه وکړه او نوي اداري مرستیال ته یې په چارو کې د توفیق هیله وکړه.
دې ناستې ته د پوهنتون رییس ترڅنګ د پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالله احمدي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي هم په خپل وار خپلې خبرې وکړې او نوي اداري مرستیال ته یې په چارو کې د لا ډېرو بریاوو هیله وکړه.
موږ هم نوي اداري مرستیال ته په چارو کې بریا غواړو او هیله لرو چې د پوهنتون اوږدمهالي پلان سره به سم د پوهنتون چارې تعقیب او د پروژو څخه نظارت برخې ته به لا ډېره توجه وکړي.
اداره

Image may contain: 2 people, people sitting and people standing