موږ به انشااله پرمختللی د لوړو زده کړو سیستم ولرو!

موږ به انشااله پرمختللی د لوړو زده کړو سیستم ولرو!
د پکتیاپوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزی چې په شل ورځني سفر د لوړو زده کړو وزارت په یو لوړ رتبه پلاوي کې چین ته تللی و، هلته یې د ګران هیواد افغانستان او چین هیواد تر منځ د لوړو زده کړو برخو کې د تړونونو او همکاریو په بېلابېلو اړخونو، ارزښت، ضرورتونو او د ګډو اهدافو تعقیب لپاره خورا بریالی پرزنټیشن وړاندې کړ، چې د چین هیواد د لوړو زده کړو برخې مشرتابه یې وړاندیزونه او نوي میکانیزمونه ډېر خوښ شول.
پریزنټیشن چې د هیواد پوهنتونونو او د لوړو زده کړو وزارت په استازیتوب برابر شوی او وړانذې شو، د لوړو زده کړو برخه کې د بورسونو، د دواړو پوهنتونونو تر منځ علمي همکاریو او تړونونو، د چین هیواد له لابراتواري اسانتیاوو او د تحقیقاتو په برخه کې د همکاریو په موخه پکې نوې طرحې او اساسات وړاندیز شوي و، چې د چین هیواد د لوړو زده کړو برخې متخصصینو خوښ او یاداشت کولو تر څنګ د تعقیب او دې برخه کې مرستو ژمنه وکړه.
د پکتیاپوهنتون رییس په وینا چې هغوی د مرستو او همکاریو ژمنه وکړه او ویې ویل چې موږ به د خپل هیواد بهرنیو چارو وزارت او ستاسو سفارت پر مټ دا مسایل تعقیب کړو څو د همکاریو تړونونه رامنځته او د افغانستان پوهنتونونه په خپلو پښو ودرېږي.
د پکتیاپوهنتون رییس هیله لري چې د هیواد محبوب او نوښتګر ولسمشر محمد اشرف غني چې څنګه د کانکور ملي پروسه شفافه کړه، همداسې د پوهنتونونو کیفیت لپاره هم په پوره جرات قدم واخلي او د چین هیواد تر څنګ نورو پرمختللو هیوادونو کې خپلو دیپلوماتانو ته هدایت وشي چې ورته مسایل تعقیب او د همکاریو اړیکې رامنځته کړي او انشاالله چې ولسمشر دې برخې ته ژمن هم دی.
د ورته بریاوو او پرمختګونو په هیله
اداره

Image may contain: 1 person, standing and indoor