د پکتیا پوهنتون رئيس د خزاني سمستر ازموينو له بهير څخه ليدنه وکړه:

د پکتیا پوهنتون رئيس د خزاني سمستر ازموينو له بهير څخه ليدنه وکړه:

د پکتیا پوهنتون رئيس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي په داسې حال کې چې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال او امتحاناتو د کمیټې مشر پوهنيار نقيب الله ځاځي او د ازموینو کمېټې غړو يې ملتيا کوله، د دې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو د نهايي سمستر ازموينو بهير څخه ليدنه وکړه.
د کتنې پر مهال د پوهنتون رئيس او محصلانو مرستيال د پوهنځيو استادانو او مسؤلينو ته په رڼه او شفاف ډول د ازموينې د اخيستلو سپارښتنه وکړه.
د پکتیا پوهنتون ریس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي د ازموینې د بهیر لیدلو پرمهال محصلینو ته ډاډ ورکړ چې د امتحان پارچې به یې په پوره دقت او غور سره کتل کېږي.
پکتیا پوهنتون کې د ۱۳۹۷تحصیلي کال د خزاني سمستر ازموینې د لوړو زده کړو وزارت دلوایحو او مقرارتو په نظر کې نیولو سره د پکتیا پوهنتون دورځې اوشپې پوهنځیو لپاره د قوس د میاشتي په دريمه نېیټه رسماً پیل شوې او تر دې دمه د ګرانو استادانو په ملتیا د اصولو سره سمې روانې دي.
د پوهنتون رییس له ټولو استادانو او مسوولینو مننه وکړه چې دا بهیر یې په پوره صداقت او اخلاص د اصولو سره سم روان کړی دی.
اداره