د پکتیا پوهنتون محاسبې مدیریت خبرتیا

د پکتیا پوهنتون محاسبې مدیریت خبرتیا!
د پکتیا پوهنتون تعليم او تربيې متفرقه او نورو پوهنځیو ټولو هغو محصلانو ته خبر ورکول کیږي، چې د بدل اعاشې کارتونه یې د عزیزي بانک څخه ترلاسه کړي وي او تر اوسه پورې محاسبي مديريت ته نه وي سپارلي، چې د بانک کارت کاپي دې نن ورځ او سبا دوشنبې ورځې تر دولسو بجو (۱۳۹۷/۱۰/۱۲) تاريخ پورې وسپارې، د نه سپارلو په صورت کې بدل اعاشه نه حواله کيږي او مسوولیت به یې په خپله غاړه وي.
نوټ: کومو محصلانو چې يو ځل بانک کارت کاپي محاسبي مديریت ته ورکړې نو دویم ځل ضرورت نشته .
اداره