پکتیا پوهنتون یو له هغو پوهنتونونو دی چې تر اوسه پکې هیڅ داسې پېښه رامنځته نه شوه چې ملي یووالي ته زیان ورسوي،

 

پکتیا پوهنتون یو له هغو پوهنتونونو دی چې تر اوسه پکې هیڅ داسې پېښه رامنځته نه شوه چې ملي یووالي ته زیان ورسوي، چې رهبري، استادان او په ټوله کې دلته محصلان او ولسونه د ستایلو دي.
دا خبرې نن پکتیا ته د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه راغلي پلاوي په مشري په فرهنګي او علمي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون استاد پوهاند دوکتور لال پاچاه ازمون (د هیواد پوهنتونونو تر منځ علمي او ملي همغږۍ ) تر عنوان لاندې په پکتیا پوهنتون کې د استادانو او محصلانو سره په ناسته کې وکړې.
استاد ازمون د پکتیا پوهنتون په لږ وخت کې ډېر پرمختګ وستایه، استاد د مشرتابه او استادانو لاسته راوړنې او د محصلانو زحمتونه د ستایلو وړ وبلل او دې برخه کې شته ستونزې یې له ځان سره یاداشت کړې.
دغې ناستې د پکتیا پوهنتون رییس پوهنمل دوکتورسیدولي جلالزي ښه راغلاست ووایه او د دې پلاوي دغه اقدام او پروګرام یې وستایه.ښاغلي جلالزي د هیواد د پوهنتونونو تر منځ همغږي رامنځته کول او هلته د ملي برنامو تطبیق وستایه او دې برخه کې یې د ولسمشر او ټیم هڅې وستایلې .
دې ناسته کې د پکتیا پوهنتون استادانو، محصلانو او اداري مامورینو د ولسمشر له سلاکار او ورسره راغلي پلاوي سره خپلې لاسته راوړنې، ننګونې، ستونزې او نوې غوښتنې مطرح کړې، چې په پکتیاپوهنتون کې د کادري روغتون، کتابتون، د تحقیقاتو مرکز یا ریسرچ سنټر جوړولو تر څنګ پوهنتون ته پنځه زره جریبه ځمکې ورکول، د کمپیوټر ساینس، ژورنالیزم او شرعیاتو څانګې په پوهنځیو بدلول او زراعت پوهنځی د زراعت په پوهنتون بدلول یې له مهمو او اړینو غوښتنو څخه وې.
استاد د یادو غوښتنو او وړاندیزونو شخصاً ولسمشر ته رسول خپل مسوولیت وګاڼه او ویې ویل چې دې برخې کې به تر خپل ټول توان پورې د پوهنتون رییس سره وي او څنګ په څنګ به ورسره همکاري وکړي.
استاد ازمون د پوهنتون استادانو، مامورینو او محصلانو تر منځ همغږي او د دې پوهنتون ملي والی وستایه او ویې ویل چې د پوهنتونونو تر منځ په دې همغږي کې به تاسو هم سراسره مله ياست.
د پکتیا پوهنتون ادارې او استادانو ټولو په یوه خوله دې پروګرام کې د ملګرتیا او همکاري ژمنه وکړه او دا پروګرام یې د پوهنتونونو تر منځ د همغږي او یووالي لپاره مهم او ارزښتمن وباله .
د یوه اباد او په خپلو پښو ولاړ هیواد په هیله

اداره

Image may contain: 4 people, people sitting, table and indoor