۱۳۹۷/۹/۲۱ پکتیا پوهنتون،د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څلورمه دوره فاراغان ټولنې ته وړاندې کړل.

۱۳۹۷/۹/۲۱ نېټه:
پکتیا پوهنتون،د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څلورمه دوره فاراغان ټولنې ته وړاندې کړل.
پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي،له څلورو څانګو(پښتو،دري،انګلیسي او ژورنالیزم)څخه (۲۴۰)کسه فارغ چې له جملي څخه ۶ خويندې وي د ټولنې ته یې د چوپړ په موخه وړاندې کړل.

یاده فراغت غونډه د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه،د ښه راغلاست وینا د پکتیا پوهنتون،د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس پوهندوی یارمحمد پکتین وکړله.
ورپسې د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال پوهنيار نقيب الله ځاځي د پوهنتون ادارې په استازیتوب محصلانو، د دوی کورنیو او د ادبياتو پوهنځي استادانو او ادارې ته د محصلانو فراغت له امله مبارکي وویله، دې برخه کې د استادانو او کورنیو هڅې وستایلې.
په غونډه کې د نورو ویناوالو تر څنګ له کابله راغلي مېلمه، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر فرهنګي سلاکار پوهاند دوکتور لعل پاچا ازمون هم وینا وکړه.
ازمون صیب له فارغانو څخه د لا نورو لوړو زده کړو هیله وکړه او د پوهنتون له رهبري او استاذانو یې مننه وکړه چې په هر حالت کې یې خپل محصلین ښه روزلي او زیار یې ورسره کښلی.

په فراغت غونډه کې فارغان په ستاینلیکونو ونازول شول،په داسې حال کې یاده غونډه پای ته ورسېده چې د فارغانو او د هغوی د کورنۍ د غړو او ملګرو په شونډو نرۍ مسکا خوره وه.

د پکتیا پوهنتون اداره

Image may contain: 2 people, people sitting and indoor