د پکتیا پوهنتون له کرنې پوهنځي څخه د يوی خور په شمول (۳۰۲) تن فارغ شول.

دغه فراغت غونډه چهار شنبه د قوس یالیندۍ د میاشتې په (۲۶) مه نېټه د پکتیا ولایت په جرګو تالار کې ترسره شوه، چې پکې د پکتیا پوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سید ولي جلالزي، د کرنې پوهنځي رییس پوهنمل دوکتور عبدالوهاب حکمت، د پکتیا پوهنتون بيلابيلو پوهنځيو استادانو،ميلمنو او فارغېدونکو محصلانو، د دوی د کورنیو غړو او ګڼ شمېر نورو ګډونوالو ګډون درلود.
د فراغت غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا د کرنې پوهنځي رییس پوهنمل دوکتور عبدالوهاب حکمت وکړه، او تر څنګ یې یادونه وکړه چې دې (۳۰۲) تنو فارغانو د کرنې پوهنځي په ( ۶ ) بېلابېلو څانګو کې خپلې د لیسانس دورې زده کړې بشپړې کړې.
ورپسې د پکتیا پوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سید ولي جلالزي خبرې وکړې او ټولو فارغ شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته یې د فراغت په ویاړ مبارکي وویله، نوموړي فارغ شویو محصلینو باندې غږ وکړ چې په دې ۱۶ کلنه دوره زده کړو باندي بسنه ونه کړي او خپلې زده کړې جاري وساتي تر څو ان تر ماسټري او دوکتورا کچې ځانونه ورسوي ځکه افغانستان یو زراعتي هیواد دی او دې برخه کې لا ډېر کار ته ضرورت دی چې دا همدا تاسو نوي ځوانان تر هرچا ښه کولای شئ او توان یې هم لرئ.
د استادانو په استازیتوب پوهنیار نجیب الله احمدزي خبرې وکړي او فارغ التحصيل محصلانو کورنيو ته د‌دوي د فراغت مبارکي ورکړه او محصلانو يې غږ وکړه چې تاسو ته اوس مسوليتونه پر تر غاړي شول او د وطن ته په پوره اخلاص او صداقت سره وظيفه ترسره کړي.
د فارغو محصلانو په نمایندګې ثناالله خبرې وکړې، نوموړي هم د کرنې پوهنځي له ټولو استادانو او د پوهنتون له مشرتابه څخه د ټولو محصلینو په استازیتوب مننه وکړه چې دوی ته یې د ښې زده کړې زمینه برابره کړې وه او تر دې ځایه یې راورسول.
غونډه د ستاینلیکونو او تحفو په وېشلو او دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
اداره

Image may contain: 1 person, on stage