پکتیا پوهنتون د پرمختګ په لور!

پکتیا پوهنتون د پرمختګ په لور!
پکتیا پوهتون کې د زراغت پوهنځي تحقیقاتي فارم لپاره يو مجهز تراکتور ورکړل شو او یو ګرین هاوس ورکړل شو.
دا فارم د زراعت ریاست او سهیل ختیځ زون کې د NHLP دفتر په مالي لګښت جوړېږي، چې نن يې یو تراکتور د پوهنتون زراعت پوهنځي محصلانو ته په واک ورکړل شول. د دې سره به له يوې خوا د محصلانو عملي کار لپاره ډير ګټور تمام شي او له بلې خوا به د پوهنتون باغونو کې د یوې ښې وسیلې په توګه ترې کار واخیستل شي.
د پکتیا پوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي د زراعت ریاست او د این اچ ایل پي دفتر مسوولینو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا فارم به د محصلانو په عملي روزنه کې ډیر زیات او با ارزښته رول ولوبوي.
اداره

Image may contain: sky, cloud, outdoor and nature