د لاجوردو لار او په افغانستان یې اغېزې

د لاجوردو لار او په افغانستان یې اغېزې
تر همدې سرلیک لاندې د یوه علمي او څېړنیز سیمینار ترتیبولو لپاره د پکتیاپوهنتون ریس تر مشري لاندې د پوهنتون رهبري او استادانو غونډه وشوه چې پکې د دې لوی علمي سیمینار د ترتیب په لارو چارو خبرې وشوې.
ناستې ته د پکتیاپوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي د جمهور رییس محمد اشرف غني په وروستیو اقتصادي، اداري، تجارتي، سیاسي، اصلاحي او ټرانسپورټي لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او په ځانګړي ډول د لاجوردو لارې په تاریخي، اقتصادي او هر اړخیز پرمختګ خبرې وکړې.
ښاغلي جلالزي د داسې یوې مهمې موضوع په اړه عامه پوهاوی، د ارزښت او اهمیت په اړه یې د ولسونو افکار جوړول او رهبري کول د پوهنتونونو د کار له اساسي موخو یاد کړل او داسې چارې یې د پوهنتونونو استادانو لپاره اړینې وبللې.
د پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالله احمدي د دې سیمسنار جوړولو لپاره خپل نظریات وړاندې کړل او دا کار یې په ټولنه کې د پوهنتونونو موثریت لپاره اړین او ګټور وباله.
دپوهنځیو مشرانو،استادانو او اړوندو مامورینو هم د دې موضوع په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل چې بالاخره د پوهنتون ریس او علمي مرستیال تر رهبري لاندې یوه کاري کمېټه جوړه شوه چې لنډ وخت کې د دې سیمینار لپاره ټول تدابیر ونیسي او سیمینار چمتو کړي.
ناسته د کارونو په وېش او دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
له هره اړخه په خپلو پښو ولاړ افغانستان په هیله
اداره

Image may contain: 2 people, including Ismael Larawai, screen