نن د پکتیاپوهنتون لپاره د مالي او اداري چارو نوی مرستیال او د پوهنتون تضمین کیفیت نوی امر معرفي شول.

نن د پکتیاپوهنتون لپاره د مالي او اداري چارو نوی مرستیال او د پوهنتون تضمین کیفیت نوی امر معرفي شول.
په همدې اساس جوړې شوې ناستې ته د پکتیاپوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي وویل چې د هیواد په پوهنتونونو کې د لومړني پوهنتون په حیث پکتیاپوهنتون ادارې وکولی شول چې خپل اداري مرستیال دویم بست د ملکي خدمتونو ازادې سیالي له لارې ډک کړي او یو په کار پوه کس ورته د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز او جمهور رییس په منظوري دا دی معرفي کوو چې له دې سره به په اداري برخه کې کمې شته ستونزې هم اوارې شي.
نوموړي وویل چې د پوهنتون ټولو پخوانیو سرپرستو اداري مرستیالانو چې استادان و، په خپله برخه کې ډېر کار کړی او پوهنتون یې تر دې ځایه راورساوه چې په همدې برخه کې یې د وروستي اداري مرستیال پوهنمل عتیق الله سلطاني څخه ځانګړې مننه وکړه چې اوس مهال د ایران هیواد ته د دوکتورا لپاره روان دی.
د پکتیا پوهنتون ریس د تضمین کیفیت لپاره نوی امر پوهنیار نجیب الله احمدزی معرفي کړ،چې نوموړی یو په کار پوه او د هیواد په کچه د پوهنتونونو د تضمین کیفیت د ارزونې ټیم فعال او په کارپوه غړی دی.
د پوهنتون رییس وویل چې ښاغلی احمدزی به له خپلو تر لاسه کړیو تجربو څخه دلته پوهنتون کې کار واخلي، دی به وکولی شي چې پوهنتون کې د دې ظرفیت پیدا کړي چې له درېیم او وروستي پړاوه په پوره بریا دفاع وکړي او دا پړاو هم طی کړي.
نوي اداري او مالي مرستیال محمدالله ګردېزي او د تضمین کیفیت نوي امر پوهنیار نجیب الله احمدزي هم په خپل وار سره خبرې وکړې، د حکومت او پوهنتون له دې باوره یې مننه وکړه چې دا مسوولیتونه یې راوسپارل او موږ به انشاالله چې دې برخه کې د ټول توان نه په استفادې کار وکړو او د پوهنتون پرمختګ ته به وفادار پاتې شو.
غونډه کې د پکتیا اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مشر غلام علي جوشان او یو تعداد نورو راغلو میلمنو خبرې وکړې، چې د پوهنتون ادارې ته یې د پرمختګ لپاره د همکاري ډاډ ورکړ او نویو کسانو ته مبارکي وویله.
اداره

Image may contain: 6 people, including Ismael Larawai, indoor