د هیواد محبوب جمهور رییس محمد اشرف غني له پکتیاپوهنتون سره د ژمنه شویو پروژو له جملې یې د دوه ودانیو د جوړولو لومړني کارونه پیل شول.

د هیواد محبوب جمهور رییس محمد اشرف غني له پکتیاپوهنتون سره د ژمنه شویو پروژو له جملې یې د دوه ودانیو د جوړولو لومړني کارونه پیل شول.
نن پکتیاپوهنتون کې د هیواد جمهور رییس محمد اشرف غني په ځانګړې توجه او بوديجه باندې د لیلیې دوه پنځه منزله ودانیو د ځمکې اماده کولو، کندن کاري او تهدابي چارې پیل شوې.
د کار له ساحې او د چارو لا ښه ترسره کولو لپاره د پکتیا قدرمن والي شمیم خان کټوازي، محترم مرستیال والي عبدالولي سهي، د ولایت سکتور رییس، د دفتر ریییس او یو شمېر مسوولینو تشریف راوړی و، چې د چارو له روان حالت او چټکتیا یې خوښي وښوده.
د پکتیاپوهنتون رییس د هیواد له محبوب جمهور ریس محمد اشرف غني، د پکتیا له والي، د جمهوري ریاست ځانګړي سکرتر ځیرک صیب او نورو ټولو هغو دوستانو څخه مننه وکړه چې دې برخه کې یې د پکتیاپوهنتون مکررو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووایه، تعقیب یې کړل او دا دی چارې یې شروع شوې.
پکتیاپوهنتون مخ پر وړاندې روان دی، د ساختماني چارو تر څنګ پکې د تدریسي او علمي چارو د کیفیت تضمین کارونه او علمي انکشاف باندې هم کارونه چټک روان دي، چې لنډ وخت کې به انشاالله ښې پایلې او زیري هم ولرو.
موږ د هیواد محبوب ولسمشر محمد اشرف غني څخه د هیواد اکاډمیکې کورنۍ د یوه غړي په حیث تر بل هر چا پوهنتونونو ته د ډېر کار او فکر توقع لرله او لا یې هم لرو چې د شا او خوا (۳۰۰۰)کسانو په ظرفیت د لیلیې وداني له خپلې بودیجې جوړول یې ښه بېلګه ده او همکاري یې ثابتوي.
د هیواد په کچه د کانکور پروسې شفافیت او له همدې پروسې او لوړو زده کړو سیستم څخه تر ډېره د زورواکو لاسونه لنډول یې هم د لوړو زده کړو برخه کې تاریخ جوړونکي خدمات دي چې هیڅ وخت به د هیواد اکاډمیکې کورنۍ غړي دا خدمات هېر نه کړي.
دا وطن ودانول غواړي او د کره او ښې ودانۍ چارې صبر او زغم ته ضرورت لري.
د پکتیاپوهنتون رییس
پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزی