د پکتیاپوهنتون استادانو چارو مدیریت ته نوی مدیر وټاکل شو

د پکتیاپوهنتون استادانو چارو مدیریت ته نوی مدیر وټاکل شو
د استادانو چارو مدیریت په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو نوي قانون او لوایحو مطابق هغه کادري بست دی چې د استادانو د تقرر، ترفیعاتو، مسایلو، موضوعاتو او چارو مسوولیتونه تر ډېره ور له غاړې دي او بې له یوه استاده یې چارې هسې چې لازمه ده پر مخ بیول ناممکن دي نو په همدې اساس نن د پکتیاپوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي له خوا د همدې پوهنتون ځوان او مستعد استاد پوهنیار محمدقیوم منګل د استادانو چارو عمومي مدیر په حیث وټاکل او معرفي شو.
په همدې مناسب ناستې ته د پکتیاپوهنتون رییس ښاغلي دوکتور جلالزي وویل چې پکتیاپوهنتون اوس ورځ تر بلې د معیار په لوري خپل قدمونه پاخه پاخه ږدي او انشاالله چې د همدې ځوانو او مجربو هستیو له برکته به د نړۍ د پوهنتونونو سیال شي.
ښاغلي جلالزي وویل چې موږ د تضمین کیفیت ارزونه نن شروع کوو او تمه ده چې پوهنځیو به دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی وي، که داسې وي چې څوک ستونزه لري نو کار به ورسره کوو او اصلاحات به راولو.
نوي مدیر هم د ورسپارل شوي مدیریت او چارو د ښه او په صداقت سره پر مخ وړلو ژمنه وکړه او دا یې خپل مسوولیت وباله چې پوهنتون ته به شپه او ورځ کا کوي.
اداره