تېره ورځ د پکتیاپوهنتون د تضمین کیفیت کمېټې له خوا د پوهنتون ټولو پوهنځيو، څانګو او استادانو ارزیابي پیل کړه.

تېره ورځ د پکتیاپوهنتون د تضمین کیفیت کمېټې له خوا د پوهنتون ټولو پوهنځيو، څانګو او استادانو ارزیابي پیل کړه.
د پکتیاپوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي په همدې مناسب ناستې ته چې په نوبتي ډول طب پوهنځي کې جوړه شوې وه وویل چې د پوهنتون علمي مرستیال او تضمین کیفیت کمېټې ته یې کاملاً صلاحیت ورکړی چې د ټولو اصولو او مقرراتو په رڼا کې د وخت غوښتنو ته په پام د پوهنتون ټولې علمي او اداري چارې وارزوي، رپوټ یې تیار او د اصلاح لپاره دې یې په قاطع دريځ مخکې ولاړ شي.
رییس صیب وویل چې موږ غواړو د پکتیاپوهنتون د هیواد څه ان د نړۍ د پوهنتونونو په معیارونو برابر کړو، چې دا کار او ارمان وخت ته ضرورت لري او انشاالله چې دغسې ارزیابي او د معیارونو تطبیق او تعقیب مو همدې ارمان ته رسولی شي.
د پوهنتون تضمین کیفیت کمېټې مشر او د پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالله احمدي هم د ارزیابي په ضرورت، اهمیت او شکل باندې خبرې وکړې او له تولو استادانو یې دې برخې ته د جدي فکر او کار غوښتنه وکړه.
ورپسې د پوهنځیو ارزیابي له طب پوهنځي پیل شوه چې د تاکل شوي مهال ویش مطابق به ټول پوهنځي و ارزول شي او رپوټ به یې د پوهنتون رهبري او لوړو زده کړو وزارت ته ورکړل شي.
اداره

Image may contain: 7 people, including Najeebullah Ahmadzai, people sitting, table and indoor