یو وضاحت

یو وضاحت
پکتیاپوهنتون چې د هیواد په کچه له ځوانو پوهنتونونو څخه دی او په کم وخت کې یې ډېر رشد کړی دی، د یوه لوی اکاډمیک مرکز په حیث یې ټولې چارې د قانون او لوایحو مطابق مخ پر وړاندې روانې دي.
د پکتیاپوهنتون اقتصاد پوهنځي استادي لپاره د اخیستل شوې ازموینې په اړه باید ووایم چې زموږ پوهنتون یې د ټولو اصولو په پام کې نیولو سره شارټ لیست له څانګې بیا پوهنځي او له پوهنځي څخه تر تقرر او ترفیعاتو شورا او له هغه وروسته د وروستیو اجراتو په موخه د ننګرهار پوهنتون ته د کادري ازموینې لپاره لېږل شوی چې د هغه پوهنتون رییس او علمي مرستیال ته ما شخصاً په تلیفون کې د شفافې او رڼې ازموینې اخیستلو ښه په کلکه ویلي او دوی شاهد حال دي، که څوک پکې له ځان سره زیاتی بولي او یا هم په نتیجه اعتراض لري نو اصول دا دي چې دوی دې عارض شي او خپل حق دې رسماً وغواړي او زه ډاډ ورکوم چې د حق غوشتلو برخه کې به یې زه هم له خپلو ټولو رسمي صلاحیتونو کار واخلم او ورسره به یې تر وزارته تعقیب کړم.
که د ننګرهار پوهنتون ازموینه شفافه اخیستې وي نو هیله کوم چې د دې دوه پوهنتونونو تر منځ د علمي همکاریو روحیه او تړون مه زیانمنوئ، موږ د هغوی احسان مند یو،دې برخه کې یې همکاري ستايو او په راتلونکي کې یې د ورته همکاریو سترې هیلې لرو.
یو ورور له ازموینې د نه خبرېدا ګیله هم کړې ده چې دلته فیسبوک کې هیڅ ځای نه نیسي، دی باید عارض شوی وی، که ورته مالومات نه وي ورکړل شوي نو د ننګرهار پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت به یې دلیل او ځواب وایي، دې کې مشرانو او اشخاصو ته توهین او سپک الفاظ کارول د دوی د خپل شخصیت ښکارندوی دي.
لوړو زده کړو وزارت د هر څه لپاره خپل قانون، لوایح، مقررات او طرزالعملونه لري چې پوهنتونونه د هغو د تطبیق مکلفیت لري، موږ دا موارد کلک تطبیق کړي دي او دې برخه کې مې د پوهنتون رییس په حیث له خپلو ټولو دوستانو، مشرانو، وکیل صاحبانو، د وزارت په کچه له امرینو او ګڼو نورو ارتباطي کسانو څخه د غیرقانوني کړنو د واسطې به وخت کې عذر وړاندې کړی چې انشاالله د ریاست په دوران کې به هیڅ داسې موضوع او سند پیدا نه شي چې د یو چا لپاره دې د لایحې یا قانون کوم څه باندې سترګې پټې شوې وي.
او وروستۍ خبره دا چې ځکه ازموینه پکتیا کې نه دی اخیستل شوې چې د اصولو پر بنیاد باید موږ اړونده څانګه کې لږ تر لږه درې نفره پوهندوی، پوهنوال او پوهاند استادان لرلی، چې نه یې لرو، دې معیار ته رسېدل کار غواړي او دا کار د ټوپک،وسیلې او واسطې په زور نه؛ د قلم،فکر او اصولو په رڼا کې کېږي چې موږ هره میاشت د ګڼو استادانو لپاره د ترفیع موقع برابروو او په علمي شورا کې یې د ترفیعاتو دوسیې طی مراحل کوو، نو هیله ده چې له هر څه سره عقدیي او سلیقوي برخوردونه مه کوئ، هر څه خپل اصول لري او له اصولو نه زیاته غوشتنه د هیچا نه منم.
په دې وروستیو کې سوه تبلیغات ځکه زیات شوي چې د پکتیا نږدې ډېرو مطرحو کسانو د پکتیاپوهنتون علمي شورا د پرېکړې برخلاف د محصلانو د تبدیلي په برخه کې واسطه شوي او تبدیلي یې غوښتې چې ما د پوهنتون علمي شورا پرېکړې ته د احترام او د هغې تطبیق په موخه له دوی معذرت غوښتی او دوی فقط فیسبوک پیدا کړی شاته یې ناست دي او خپلې عقدې سړوي نو هیله کوم چې دا کار مه کوئ او شخصیت ته مو صدمه پرې رسېږي.
ما د معرفت په ورځ ویلي و چې لس ورځې یې کوم خو سم یې کوم او اوس هم همدا خبره کوم چې یوه ورځ یې کوم خو د هیچا غیراصولي فرمایش راته د منلو نه دی او دا ثابته ده چې ما په خپل وخت کې څومره پروژې منظورې کړې، په څومره یې کار روان دی او څومره به شروع شي.
د تضمین کیفیت موضوع د لومړي ځل لپاره راکلکه شوې او خواري ورته روانه ده چې باید عالم خلک مو دې برخه کې کلکه ملا راوتړي.
پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزی 
د پکتیاپوهنتون رییس

Image may contain: outdoor