پکتیاپوهنتون کې د شا او خوا زرو کسانو په ظرفیت د غونډو تالار جوړېږي.

پکتیاپوهنتون کې د شا او خوا زرو کسانو په ظرفیت د غونډو تالار جوړېږي.
دا تعمیر چې د هیواد اکاډمیک جمهور رییس محمد اشرف غني په ځانګړې توجه د جمهور رییس له خپلې بودجې جوړېږي چې څو ورځو کې به یې عملاً کارونه شروع شي، نن یې د پوهنتون داخل کې د جوړولو لپاره ځای وټاکل شو.
په دې برخه کې زه، د پکتیاپوهنتون رهبري او اداره، استادان او په ټوله کې د پکتیا ولسونه له محبوب ولسمشر محمد اشرف غني، سلاکار وزير او والي صيب شمیم خان کټوازي او د جمهور رییس خاص سکرتر عبدالرحیم ځیرک صیب څخه نړۍ مننه چې همېش پوهنتون ته توجه کړې او دا ځل یې دې برخه کې هم تر ټول توان پورې پوره همکاري وکړه.
د هیواد جمهور رییس محمد اشرف غني څخه نړۍ مننه چې د دې تر څنګ یې په پکتیاپوهنتون کې د لیلیې دوه پنځه منزله تعمیرونو لپاره هم له خپلې ځانګړې بودجې بودجه ورکړه او کار یې عملاً روان دی.
پکتيا پوهنتون رييس
پوهنمل دوکتور سيدولي جلالزی

Image may contain: 1 person, standing, snow and outdoor