خبرتيا

خبرتيا
د پکتیا پوهنتون ټولو درنو استادانو او محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا (۴۲۶۳) ۱۳۹۷/۱۲/۴ پرېکړې او تاريخ پر اساس د ۱۳۹۷ ه ش کال پسرلني سمیستر د حوت مياشتي په ۱۵ مه نېټه پيلېږي، ټول استادان او محصلان دې خبر وي.هیله ده چې په خپل ټاکلي وخت به درسونو ته ځانونه حاضر کړئ.
درنښت.
د محصلانو چارو معاونیت