د پکتیاپوهنتون استادانو د پوهنتون له مشرتابه سره ناسته وکړه.

د پکتیاپوهنتون استادانو د پوهنتون له مشرتابه سره ناسته وکړه.
د پکتیاپوهنتون رییس او رهبري سره د دې پوهنتون استادانو ناسته د قران عظیم الشان په مبارکو ایتونو پیل شوه، چې د پوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي له خوا ټولو استادانو ته د راتګ شه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه چې د لوړو زده کړو سیستم د کیفیت شه والي او لا بهتر والي په موخه شپه او ورځ زحمت ګالي او د هیواد راتلونکي نسلونه روزي.
د پوهنتون استادانو ټولنې مشر جنت ګل ځاځي، استاد احسان الله منګل او نورو درنو استادانو په خپل نوبت سره خپلې د اوسېدو ځای ستونزې، راتلونکي پلانونه او د هیواد په کچه د پوهنتونونو استادانو د اتحادیې چې د ټولو پوهنتونونو استادانو له ټولنو جوړه شوې؛ پیغام او تصمیم چې د پوهنتونونو استادانو د معاشاتو او امتیازاتو مقررې په د تنظیم او تطبیق په اړه، د پوهنتون مشرتابه سره شریک کړل.
د پوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي نومړې ستونزه هیواد شموله وبلله او ژمنه یې وکړه چې نوموړې ستونزه به د لوړو زده کړو وزارت مقام، رهبري او اړوندو برخو سره رسمي او مفصل شریک کړي.
د پوهنتون رییس د هیواد اقتصادي، عیني او مالي وضعیت ته پام او اشارې سره وویل چې زه خپله د پوهنتون استاد په حیث هڅه کوم او تل مې هڅه دا وي چې د لوړو زده کړو په سیستم کې لا ډېر شفافیت، دندې ته له ډېره ژمنتیا او د کیفیت لوړاوي ته کار وشي چې دا چارې د پوهنتونونو استادانو له معاشاتو او امتیازاتو سره مستقیم تړاو لري.
نوموړي د پوهنتون استادان د قدر وړ وبلل او د هیواد سیاسي او امنیتي وضعیت ته پام یې د دوی زحمتونه وستایل خو یاده یې کړه چې د هیواد اوسنی وضعیت او بودجوي ستونزې به هم په پام کې نیسو،د خپل ولس اولادونه به روزو او تر خپل توان پورې به مو غږ او غوښتنې تر لوړو مراجعو پورې هم رسوم.
اداره

Image may contain: 3 people, people sitting, table and indoor