کور ودان

کور ودان 
فعالو ځوانانو هر (محترم علي احمد درويش،رفيع الله ستانکزي،استاد حمیدالله ناطق) له پکتیاپوهنتون سره(۵۴۰) جلده د بيلابيلو برخو کتابونه،يو پایه لپټاپ کمپيوټر او دوه پايې پرنټرې مرسته وکړه.
د پکتيا پوهنتون رييس پوهنمل دوکتور سيدولي جلالزي يادو بااحساسو ځوانانو څخه مننه وکړه چې داسي علمي ځايونو سره مرسته کوي او د دوی احساس او دا ارزښتمن کار یې د ستاینلیکونو په ورکړې وستایل.
اداره