د نوي کال(۱۳۹۸) په مناسبت د پکتيا پوهنتون رييس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي پيغام!

او خدای ج دې دا کال د سوکالي، پرمختیا او ارامي کال کړي.
له نیکه مرغه چې پکتيا پوهنتون په ۱۳۹۷ کال کې هم د هیواد له ګڼو پوهنتونونو ډېرې پروژي لرلې، د پرمختګونو کال وو، تقریبآ ۲۵۰ ميليونو افغانيو په ارزښت پکې د بیا رغونې پروژې روانې وې او د کیفیت تضمین ته ځانګړې توجه وشوه. خوشبختانه چې په ۱۳۹۸ کال کې به پکتيا پوهنتون کې د شا او خوا ۳۵۰ ميليونو افغانيو په ارزښت نوې پروژې پیل شي چې د پوهنتون منځ کې سرک، د لیلیې دوه وداني، د شا او خوا (۱۲۰۰) کسانو په ظرفیت د غونډو تالار، کتابتون او نورې پروژې دي .
د دې تر څنګ به سږکال د ژمنۍ ارزونې او (۱۳۹۸) کال پلان ته په کتو د کیفیت تضمین، د پوهنتون فزیکي او علمي پراختیا او پرمختیا ته هم ځانګړې توجه وشي چې منظمې کمېټې او ټیمونه یې د چارو پر مخ وړلو لپاره ټاکل شوي دي.
پکتیاپوهنتون به انشاالله سږکال د درنو استادانو،رهبري او مامورینو په مټ او همغږي د پرمختګ ستر پړاو ووهي او د کال په وروستیو کې به د ګڼو لاسته راوړنو شاهدان یو.
د ټولو هغو دوستانو، مشرانو، مسوولینو او معززینو له مهرباني او همکاري مننه چې په (۱۳۹۷) ه.ش کې یې د دې پوهنتون بهبود لپاره ستړیاوې وګاللې.
مننه
پوهندوی دوکتور سيدولي جلالزی
پکتيا پوهنتون رييس
 
Image may contain: 2 people, screen

Image may contain: grass, plant, outdoor and nature