د لوگر، پکتیا، خوست او کنړ ولایتونو د عمومي او متفرقه کانکور، ۱۴ پاس او دیني زده کړو د ازموینو د ګډونکوونکو د پام وړ:

د لوگر، پکتیا، خوست او کنړ ولایتونو د عمومي او متفرقه کانکور، ۱۴ پاس او دیني زده کړو د ازموینو د ګډونکوونکو د پام وړ:

تر هرڅه وړاندې له تاسو ټولو څخه منندوی یو، چې زمونږ پاڼه مو لایک کړې ده، که چیرې مو ملگرو لا هم دا پاڼه نوي لایک کړې نو هغوی هم را وبولئ چې پاڼه لایک کري او په وخت کره معلومات تر لاسه کړي.

ستاسې په ولایتونو کي دوه ورځې بایومتریک او دوه ورځې ازموینه اخیستل کیږي. د لومړي ورځې بایومتریک د وري په ۶ نیټه او ازموینه یې د وري په ۸ نیټه، دوویمې ورځې بایومتریک دروري ۷ نیټه او ازموینه یې د په ۹ نیټه اخیستل کیږي. نو د چا په کارت کې چې (د ازموینې لومړۍ ورځ) لیکلي وي هغوی به د بایومتریک په لومړي ورځ او د هغه چا په کارت کې چې (د ازموینې دویمه ورځ) لیکلې، هغوی د بایومتریک لپاره په دویمه ورځ راځي. که تاسو په غلطه ورځ راشئ نو ستاسو معلومات به سیستم کې شتون ونلري او له بایومتریک څخه به پاتې شئ.

که چیري ستاسو په کارت کې لیکل شوي معلومات (نوم، دپلار نوم، د نیکه نوم او یا هم ښونځی) کې ستونزه شتون ولري، نو د خپل کارت، تذکرې، او شهادت نامې څخه روښانه عکس واخلئ او بیا د registrar.nexa@gmail.com بریښنا لیک ته یې واستوئ خو هیر مو نشي چې د لیک په subject کې خپله ID او لیک کې دننه هم د ستونزي یادونه وکړئ. چې کله تاسو لیک واستوئ او د نوم لیکنې په فورم کې هم ستونزه نوي، نو د اسنادو له مخې به مونږ ستونزه حل کړو خو تاسو کوم ځواب نه ترلاسه کوئ، او که چیرې ستونزه ستاسو په اسناد او یا فورم کې وي بیابه د ستونزې په یادولو سره تاسې خپل ځواب ترلاسه کړئ.
د لا بریاوو په هیله مو!