خبرتیا

د پکتیاپوهنتون درنو محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې د ۱۳۹۸ هـ. ش تحصیلي کال پیل شوی دی، د دویم چانس ازموینې هم تمامې شوې او درسونه عملاً روان دي، نو هیله ده چې ټول خپل ځانونه درسونو ته حاضر کړئ.
ګرانو محصلانو!
پوهنتونونه ستاسو د کورونو حیثیت لري او هغه روزنځایونه دي چې د دې هیواد ښې راتلونکي ته تاسو د پیاوړو کادرونو په حیث روزي نو دې برخه کې غیر حاضري او لټي د دې وطن له راتلونکي سره زیاتی دی، چې د هیواد تحصیلي کورنۍ غړي(تاسو خواږه محصلان) باید له دې زیاتي ځان وساتئ.
د نه حاضرېدو په صورت کې به راتلونکي کې له قانوني ستونزو سره مخ شئ، چې بیا د شکایت حق نه لرئ.
اداره