پکتیا پوهنتون کې د ۱۳۹۸ کال کانکور ګډونوالو د لومړۍ ورځې ازموینه پیل شوه.

پکتیا پوهنتون کې د ۱۳۹۸ کال کانکور ګډونوالو د لومړۍ ورځې ازموینه پیل شوه.

========================

په پکتیا پوهنتون کې د سږني کانکور ازموینه د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول له کابل څخه د راغلي هیئت د پکتیا پوهنتون رئیس او استادانو لخوا پیل شوه.

د پکتیا پوهنتون رئیس دوکتور سید ولي جلالزي د ازموینې د پیل په مراسمو کې وویل چې سږکال (۳۷۱۰) تنه پکتیاوال د کانکور ازموینه کې ګډون کوي چې له دې جملې یې (۲۳۸) تنه انجونې دي، د نوموړي په وینا چې له یادو کسانو څخه (۱۹۰۰) تنه یې په لومړۍ ورځ او له پاتې نور به یې په دویمه ورځ ازموینه واخیستل شي.

ښاغلي جلالزي وویل چې سږکال د پکتیا محصلینو لپاره یو ښه چانس دا دی چې په دې کانکور کې پکتیا ته مخصوص کوډ ورکړل شوی چې د هغه له لارې به ۱۰۹ تنه محصلین د پکتیا او کابل مرکزي پوهنتونونو ته لار پیداکړي چې، د یادو ۱۰۹ تنو له ډلې به د کابل مرکزي درې پوهنتونونو لکه پولي تخنیک، کابل طبي او کابل مرکزي پوهنتونونو ته یو، یو کس، د پکتیا پوهنتون طب پوهنځي ته شپږ تنه او پاتې به یې د پکتیا پوهنتون په نورو پوهنځیو کې جذب شي.

له کابل څخه د راغلي هئیت مشر عبدالشکور داور وویل چې دوی د پکتیا پوهنتون کانکور ته د (۳۷۱۱) تنو لپاره د ازموینې اړوند مواد راوړي چې په ټوله کې (۳۵۰۰) محصلین بایومتریک شوي او ایډي کاټونه یې ترلاسه کړي.

هغه د کانکور ازموینې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د ټاکل شوي هَیئت او رهنمایي استادانو بغیر به هیڅ چا ته د ازموینې صحنې ته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شي.

د یادولو وړ دی چې نن ورځ دکانکور ملي ادارې لخوا د هېواد په درې نورو ولایتونو خوست، لوګر او کونړ کې هم د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.

ع/ عابد.

Image may contain: 3 people, people standing