پکتیاپوهنتون کې د پکتیا ولایت هغو ځوانانو کانکور ازموینه چې سږکال یې نوم لیکنه کړې وه په دوه ورځو کې په ارامه او با امنه فضا کې واخیستل شو.
د پکتیاپوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزی وویل چې سږکال پکتیا کې شا او خوا (۳۷۱۱ ) کسانو ثبت نام کړی و، چې ( ۲۳۸ ) یې خوندې وې.چې له دې جملي څخه (۳۵۰۱) کسانو امتحان ورکړو چې (۲۰۰) يې خوندې وي
د ښاغلي جلالزي په وینا چې پکتیا کې دوه ورځې بایومتریک او دوه ورځې (پنجشنبه او جمعه) د کانکور ازموینه وه، چې د هیواد د امتحاناتو ملي ادارې له خوا راغلي پلاوي، د پکتیاپوهنتون رهبري او استادانو له خوا ټوله پروسه په پوره شفافیت سره د اصولو مطابق مخ ته یوړل شوه او الحمدالله چې د دویمه ورځ ازموینه هم په خیر پای ته ورسېده.
د پکتیاپوهنتون رییس د هیواد د امتحاناتو ملي ادارې له مشرتابه، راغلي پلاوي،د پوهنتون استادانو، مامورینو او ګڼو نورو مسوولینو څخه مننه وکړه چې کارونه یې په ښه او منظم ډول پرمخ یوړل.
اداره
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.