مننه او کور ودانی

مننه او کور ودانی
دا چې د تېرو پنځو ورځو را په دېخوا پکتیا کې د ازموینو ملي ادارې راغلي پلاوي له خوا د بایومیټریک او کانکور ازموینې اخیستلو پروسه پر مخ وړل کېده او د شا او خوا شپیتو کسانو میلمه پالنه په دې ټولو ورځو کې د پکتیا قدرمن والي شمیم خان کټوازي له خوا کېدله نو د پوهنتون اداره د ولایت مقام او شخصاً والي صیب څخه نړۍ مننه کوي او دې برخه کې یې ځان احسان مند بولي، کور یې ودان او عمر یې ډېر شه.
همدا رانګه په دې ټولو ورځو کې د پکتیا امنیتي مسوولینو، د پوهنتون استادانو او مامورینو، خدماتي کارمندانو او په ټوله کې د ولسونو او راغلي پلاوي له نیک چلند، پاک احساس او ستړو ګاللو هم مننه او د پوهنتون اداره یې د چارو ستاینه کوي.
موږ خوښ یو چې د پکتیاپوهنتون رهبري، استادان، مامورین، د ولایتي ادارې مشرتابه او ټوله ولایتي اداره همغږې ده او داسې ملي پروسې په خپله همغږي تر بریا رسوي، بیا هم مننه او کورونه مو ودان شه.
پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزی
د پکتیاپوهنتون رییس