پکتیاپوهنتون ته به په نوي او عصري معیار برابر د کتابتون ځانګړې وداني جوړه شي.

                      پکتیاپوهنتون ته به په نوي او عصري معیار برابر د کتابتون ځانګړې وداني جوړه شي. د پکتیاپوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزی وایي چې د هیواد د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا پلاوی راغلی، نن یې په پوهنتون کې د کتابتون لپاره د نوې ودانۍ جوړولو په موخه د ځمکې خاورې ټیسټ لپاره نمونې واخیستې او سروې یې بشپړه شوه، په ډیزاین یې کار روان دی او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو کارونه هم عملاً پیل شي. د رییس صیب په وینا چې د دې دوه پوړیزې عصري ودانۍ په جوړولو سره به د مطالعې چاپیریال کاملاً اماده شي، د ده په وینا چې دا تعمیر به (۱۴) خونې لري، میټینګ خونې، د مطالعې خونې، د کتابونو خوندي کولو او ارشیف خونې به ولري او په نړیوالو معیارونو به برابر به انشاالله جوړېږي. د پوهنتون رییس زیاته کړه، چې (۹۷) او سږ (۱۳۹۸) کالونه د پکتیاپوهنتون د ابادي، پرمختګ، د تعمیرونو او فزیکي جوړښت له اړخه د بساینې، د کیفیت له لحاظه د تضمین کیفیت د دویم پړاو د پاس کولو او دریم پړاو ته د بریالي نوماندېدو کلونه وو او وي به انشاالله. ښاغلي جلالزي د همدې خبرې تاید لپاره د پوهنځیو او پوهنتون په کچه د تضمین کیفیت کمېټو او مارونو تېزوالي، د تضمین کیفیت لپاره په کارپوه او مسلکي کس پوهنیار نجیب الله احمدزی د امر په حیث ټاکل، د تضمین کیفیت ارزونه او بشپړ راپور یې د ستونزو او نیمګړتیاوو اصلاح لپاره د څانګو او پوهنځیو په اختیار کې ورکول، د پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستیالانو له خوا د همدې برخې لپاره ځانګړې برنامې، پلانونه او ډیټا جوړول او ګڼ نور مسایل یاد کړل چې له امله به یې پوهنتون د درنو استادانو او قدرمنو مامورینو پر مټ سږکال ډېر څه لاسته راوړي. د پوهنتون رییس په وینا چې له تېرو دوه کلونو راپه دې خوا پکتیاپوهنتون کې شا او خوا (۷۲۰) ملیونه افغانیو د بیا رغونې پروژې روانې دي او څه نورې یې پیل کېدونکي دي چې له جملې یې د (حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لپاره نوی تعمیر، چهاردیوالي، د لابراتوارونو تعمیر، د لیلیې دوه شپږ پوړیزې ودانۍ، ای ټي سنټر چې کارونه یې روان دي او د دولس سوه کسانو په ظرفیت لوی تالار، د منځ سرک، د کتابتون وداني او ځینې نورې پروژې) یادې کړې چې کارونه به یې پیل شي. ښاغلي جلالزي په اخير کې د هیواد جمهور رییس محمد اشرف غني، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د جمهور رییس ځانګړي سکرتر ځیرک صیب، د هیواد ماليې وزیر ډاکټر صیب قیومي او د پکتیا له ځوان والي شمیم خان کټوازي مننه وکړه چې د دې پروژو د طی مراحل او منظوري تر څنګ له پوهنتون سره تل همکار او خواخوږي پاتې شوي دي. د درنو استادانو، مامورینو او همکارانو دې کور ودان وي چې د پوهنتون ابادي لپاره یې هره لحظه په اخلاص قدم اخیستی او دې برخه کې یې ځان نه دی سپمولی. پوهنتونونه په  اخلاص ابادېږي اداره


                       Image may contain: 2 people, people standing, sky, outdoor and nature