د نيکمرغه لوى اختر د را رسېدو په مناسبت د پکتيا پوهنتون ادارې د مبارکي پېغام!

د نيکمرغه لوى اختر د را رسېدو په مناسبت د پکتيا پوهنتون ادارې د مبارکي پېغام!

د پکتيا پوهنتون رهبري، استادان او محصلان د هېواد منتخب او اکاډميک ولسمشر جلالتمأب محمد اشرف غني، د لوړو زده کړو نوښتګر وزير پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي، د ملي شورا استازو، سلاکار وزير او د پکتيا والي شميم خان کټوازي، د کابينې غړو پکتيا ميشتو او په ټوله کې خپل اتل او په هېواد مين افغان ولس ته د لوى اختر مبارکي وايي.

حجونه، عبادات، صدقې او قربانۍ مو خدا ج په خپل دربار کې قبولې کړه، هيله به مو دا وي چې صدقې او خيراتونه له خپلو بې وزله هېودوالو سره شريکې کړئ تر څو هغوي هم په خوښي سره دا اختر ولمانځي او د اختر له خوښيو خوند واخلي.
مهربان الله ج ته لاسونه لپه کوو او دعا کوو چې نور پدې کړېدلي، ټوکر ټوکر هېواد کې تل پاتې سوله راشي.
هڅه وکړئ له هغو دوستانو سره چې ورسره خوابدي ياستئ د اختر د وقار او عظمت په خاطر ځانونه ورسره پخلا کړئ او تر نورو مخکې هغوی ځان ته در وبلئ، ځکه مسلمان ته نه ښايي چې تر درې ورځو زيات له بل مسلمان ورور سره خوابدي پاتې شي.

په دې هيله چې دا اختر په هېواد کې د تل پاتې او له عزته ډکې سولې اختر شي.
د اباد او په خپلو پښو ولاړ افغانستان ليدو په هيله.

پوهندوى دکتور سيدولي جلالزى
د پکتيا پوهنتون رييس