د هیواد د استقلال بېرته اخیستلو سلمې کلیزې په ویاړ د پکتیا پوهنتون مشرتابه پیغام

د هیواد د استقلال بېرته اخیستلو سلمې کلیزې په ویاړ د پکتیا پوهنتون مشرتابه پیغام
د پکتیا پوهنتون رهبري، استادانو، مامورینو، کارمندانو او محصلانو په استازیتوب د هیواد جلالتماب جمهور رییس او اکاډمیک شخصیت محمد اشرف غني، د ملي شورا د دواړو مجلسونو معززو مشرانو، د سترې محکمې مشر او غړو، د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر صیب، درنو معین صاحبانو، د رهبري غړو، مامورینو او په ټوله کې افغان غیور ولس ته د هیواد لپاره د ستر ویاړ(ازادۍ) بېرته اخیستلو سلمې کلیزې مبارکي وایو او هیله لرو چې نور په دې هیواد کې د روان ستر او اوږده جنګ لمنه ټوله او ولس په سوکالي کې ژوند وکړي.
له نن څخه سل کاله وړاندې ستر غازي امان الله خان د خپل غیور افغان ولس پرمټ وکولی شول، چې ولسونه انسجام او د وخت زبرځواک پر وړاندې یې د حق داعیې(ازادۍ) لپاره ودروي، چې په همدې سره یې دا ستر زبرځواک او د ظالمې امپراطوري خاوند انګریزان مات، له خپل هیواده یې وشړل او د خپل هیواد ازادي پرې بېرته ومنله، چې دا ستر ویاړ غازي امان الله خان د خپل ولس په سختو سرښندنو تر لاسه کړ او دا دی سل کاله یې پوره شول.
له نن څخه سل کاله وړاندې دې غازي په ډېرو کمو امکاناتو وکولی شول چې دا ولس منسجم او په یوه لاره یې د یوې سترې امپراطوري پر وړاندې ودروي، چې له ستر غازي یو اوږده موده وروسته مو له بده مرغه په بدمرغیو او بد مرغه جنګ سر شو، بې اتفاقه یې کړو، ویې وېشلو او دا دی لا هم له بدمرغه جګړې دا هیوادوال کړېږي، هیله ده چې یو ځل بیا افغان غیور ولس سره یو ځای او منسجم شي، ټولو پردیو ته نه ووايي او دا خپل ټوک ټوک وطن یو ځل بیا داسې ورغوي چې د نړۍ د سیلانیانو ورته د سیل او چکر لپاره رامخه شي.
دا کار هغه وخت کېدلی شي چې غیور افغان ولس په خپلو اولادونو درسونه ولولي، فکراً د ټولو په مغز کې د ازادۍ مفکوره ورکرل شي او دا د ازادۍ مفکوره داسې ورکړل شي چې باید دا ولس د خپل هیواد په هر اړخیز لحاظ په خپلو پښو د درولو فکر خپل کړي او ټول د همدې ارمان لپاره شپه او ورځ لاس په کار شي.
د یوه باثباته، په خپلو پښو ولاړ او پرمختللي افغانستان په هیله
پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزی
د پکتیا پوهنتون رییس